English
   
              
مقدمه   


زده کړه/ روزنه

(د افغان- جرمن څېړنيزه ټولنه (ګارف
د ٢٠٠٦م کال د اکتوبر له ٢٩ ډيسمبر ٣١ نېټې پورې
د پاليسۍ د څېړنو ملي مرکز د کنفرانسونو خونه کابل، افغانستان

د افغان- جرمن څېړنيزه ټولنه يا " ګارف " د ٢٠٠٦ زيږديز کال د آګيست په مياشت کې د څېړنې متودولوژي د تدريس لپاره د کابل پوهنتون د دريو پوهنځيو (حقوق او سياسي علوم، اقتصاد او ټولنيز علوم) د ځوان استادانو او ممتازو محصلانو لپاره ايجاد شو د۔

 
لرليد   
د ايجاد دليلونه   
جوړښت  
څېړنې  
نشریات   
روزنه   
       

دغه مجمع يا ټولينه د دغو څلورو مهمو لاندينيو مقصدونه په پام کې نيولو سره سرته ورسي

د مرکز او د اړوندو پوهنځيو تر منځ اړيکې ټينګول؛
ددغو پوهنځيو تر منځ د څېړنى د کلتور تر ويجول؛
د ځوانو استادانو او مستعدو محصلانو روزل د څېړنې د متودولوژي په برخه کې د يو تشديدي دواملرونکي پروګرام پر بنسټ؛

لومړۍ ګارف
ددې لپاره چې وړاندې مقصدونه تر لاسه شي د څېړنو د متودولوژي د يو کورس پلان جوړ او د کابل پوهنتون د نوموړيو پوهنځيو د ٦٠ تنو غړيو لپاره برابر او تنظيم شو. دغه غړي په هر اړوند پوهنځى کې له ١٠ تنو استادانو او ١٠ تنو محصلانو څخه جوړ شوى و۔ نو په دغه توګه په ټوليزه توګه له هر پوهنځى څخه ٣٠ تنه استادان او ٣٠ تنه محصلان وروزل شول۔ د ګډونکوونکو ته د کورس په دوران کې نقدې پيسې ورکړل شول، دوى ته يوازې د کورس او ورکړ شويو پروژو د تکميلېدو په اخر کې ټاکل شوى مقدار پيسې ورکړ شوې۔ هغه کسان چې ورځينو جلسو ته نه حاضر ېدل او آخرنى پروژې يې نه تکميلولى، د مرکز له خوا پيسي ورته نه ورکول کېده۔
ددې لپاره چې د ټاکنې بهير ته د ٦٠ تنو کانديدانو لپاره آسانتيا ورکړ شي له هر پوهنځى نه غوښتنه وشوه چې ځانله دې يو ناظم الامور وټاکې. ناظم الامورانو ته لاندې دندې سپارل شوى وې چې:
د ١٠ استادانو د ټاکلو بهير ته په خپلو اړوندو پوهنځيو کې آسانتياوې برابر کړى؛
١٥ تنه ممتاز محصلان چې د ټاکلو لپاره ورسره مصاحبه وشي و نوموى؛
اطمينان تر لاسه کړي چې ګډونکوونکى د ګارف د حاضرى له شرايطو څخه خبرتيا ولرى او ورسره موافق دي؛
د دپروژو د عملي چارو د تکميلولو په اړه اطمينان تر لاسه کړي۔
اووه تنه استادان استخدام شوي وو، چې د نوموړى کورس د ډول ډول برخو تدريس وکړي۔ دغه استادان د کابل پوهنتون د ډول ډول پوهنځيو هغه استادان وو چې د بهرنيو هېوادونو له پوهنتونو څخه د ماسترى يا دوکتورا د يپلومونه لري۔ په دغه ډله کې ډاکټر فشر چې د هنس زايدل بنياد کار کوونکى او کار پوه دى، هم شامل و، چې د مېلمه مدرس په توګه يې تدريس کاوه۔
ددغه دوه مياشتنى کورس د بريالي تکميلېدو او د وروستۍ عملي پروژې په تسليمولو سره، روزونکو ته د کورس د تکميلولو تصديقنامې ورکړ شوې۔
لومړنۍ ګارف د ٢٠٠٦ زيږديز کال د اکتوبر په مياشت کې پيل شو او د ٢٠٠٦ زيږديزکال د ديسمبر په مياشت کې ختم شو. د پاليسۍ د څېړنو ملي مرکز داسې پلان جوړ کړ چې همدغه کورس په ٢٠٠٧ميلادى کال کې تکرار کړي۔

پرانيستنې (افتتاحيه) غونډه
لومړۍ (ګارف) رسماً په هغه افتتاحيه غونډه کې شروع شو، چې د لوړو زده کړو د کنفرانسونو په خونه کې د ٢٠٠٦ زيږديز کال د اوکتوبر په مياشت کې جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې په افغانستان کې د جرمني هېواد جلالتمآب سفير، د لوړو زده کړو جلالتمآب وزير، د لوړو زده کړو ستر سلاکار او د کابل پوهنتون رئيس د ميلمانه په ډول حضور درلود. له دې نه علاوه، په دغه افتتاحيه غونډه کې له (٩٠) زيات ځينى نور ميلمانه، د ګارف د پروګرام ٦٠ تنه ټاکل شوى ګډونکوونکى، د حقوقو او سياسي علومو، د اقتصاد او د ټولنيزو علومو د پوهنځيو رئيسان، د لومړۍ ګارف د روزنيز پروګرام ناظم الاموران، د ګارف پروګرام استادان او مربيان، د افغانستان د علومو اکاډمى کار پوهان او د جرمني هغو اړوندو سازمانونو او مؤسسو همکاران چې په کابل کې .فعاليت کوي، حاضر وو۔

د لومړى ګارف د روزنيز پروګرام ګډونکوونکى
د لومړۍ ګارف ګډونکوونکي دوه ډلې وى، چې د جرمن- افغان څېړنې په روزنيز مجمع (ګارف) کې ونډه واخلي. يوه ډله يې له هر اړوند پوهنځى څخه (١٠) تنه هغه استادان وو، چې د نوموړي پوهنځيو د رئيسانو او مقرر شوو ناظم الامورانو له خوا مناسب کسان بلل شوي وو. د استادانو مناسب ګڼل د هغوى د زده کړې پر توان او د څېړنې د تجربې لرلو پر بنسټ ولاړ ؤ۔ دې موخې ته ورسېد خاطر يو شمېر ځوان استادان و ټاکل شول ځکه چې داسې وانګيرل شوه چې دوى د هغو نويو روشونو او متودولوژي د زده کړې لپاره چې موجوده علمي څېړنې ورته اړتيا لري، ډېر شايقان دي۔ په عين حال کې، ځينې سابقه لرونکى استادان، چې د عصري څېړنو د زده کړې مينه يې ښودله هم په دغه ډله کې شامل شول په مجموعي توګه، ٣٠ تنه استادان له دريو پوهنځيو څخه وټاکل شول۔
د روزل شويو بله ډله له هرو دريو نوموړيو پوهنځيو څخه ١٠، ١٠ تنه محصلان وو۔ په اوله مرحله کې په هر پوهنځى کې ١٥، ١٥ تنه ممتاز محصلان چې مجموعاً ٤٥ تنه وو، وټاکل شول. وروسته له دغو ټولو ٤٥ تنو محصلانو سره د پاليسۍ د څېړنو ملي مرکز د درى ګونو آمرينو او دوه تنو استادانو له خوا مصاحبې وشوې. په پاى کې د مصاحبې د نتيجې پربنسټ١٠، ١٠ تنه محصلان له هر پوهنځى څخه وټاکل شول، چې ټول يې ٣٠ تنه محصلين وو۔

(روزونکي استادان (مربيان
روزونکي استادان د هغوى د صلاحيت، کفايت او تجربو پر بنسټ چې په څېړنه او د څېړنې په روش او متودولوژي کې يې درلودل او همداسې د هغوى د پوهې پر بنسټ چې د افغانستان په اړه يې درلودل، وټاکل شول۔

د کورس جوړښت
دغه کورس د ځينو بنسټيزو مسائلو د ځواب ورکولو په اړه لکه د علمي څېړنو په ځانګړى ډول په بشري علومو، د څېړنى اخلاقي مسائل، د څېړنې ونډه په پاليسۍ جوړولو، او د مؤسسو او مرکزونو لکه د پاليسۍ د څېړنو ملي مرکز په دې بهير کې، په کار شروع کړ. دغه کار ضروري و پتيل شو، ځکه چې دا درى ګونې اړيکې په نسبي ډول په افغانستان کې ځانله نوى بڼه لري او داسې وانګيرل شوه چې دغه شان معرفي کول او مقدمات ښايي له يوې خوا د پاليسۍ د څېړنو د ملي مرکز په هکله معلومات برابر کړى او له بلى خوا د کورس له پاره صحيح وضعه برابر کړي۔
نو وروسته په دغه کورس کې د څېړنې د اجرا کولو ډول ډول مرحلې په منظم ډول تدريس شو۔ د ټولونه په سر کې په ډول ډول څېړنو کې د مفکورو ايجاد او د فرضيو آزمايښت او وروسته د معلوماتو له راغونډولو مختلف ډولونه په ساحه او کتابتونونو کې او د معلوماتو او اطلاعاتو کمي او کيفي تحليل، د لاسته راوړنو ډول ډول بڼې د ارائه کولو له لارې وړاندې شوې۔
کله چې د تيوريک برخې د روزنې کار تکميل شو نو له روزل شويو کسانو څخه غوښتنه وشوه چې يوه کوچنى څېړنيزه پروژه د درى ګونو څانګو آمرينو تر سر مشرى لاندې سرته ورسوي۔ د دغې څېړنې ارزونه د هغو معيارونو پر بنسټ وشوه، چې مخکې وضعه شوى وو لکه:
د ګارف د ټول پروګرام په دوره کې حتمى حاضرى؛
د ډلې د څېړنيزې پروژى تسليمي د کورس په آخر کې؛
په ورځنيو جلسو کې ګډون؛

د ګارف تصديقنامى په دريو ډلوويشل شوى وې:
د کورس ګډونکوونکو ته په يوه ځانګړي غوندې کې تصديقنامې ورکړ شوې

A. اعلى درجه
B. ښه درجه
C. قناعت بخښونکى درجه