English
   
              
مقدمه   


زده کړه/ روزنه

دويم ګارف
د ٢٠٠٧زيږديز کال د اپريل له ٢٩ نېټې څخه د جولاى تر ٥ پورې
د پاليسۍ د څېړنو ملي مرکز د کنفرانسونو خونه کابل، افغانستان

د پاليسي څېړنو ملى مرکز د څېړنې د متودولوژى لس اونيز (دويم ګارف) کورس د ٧٥ ګډونکو لپاره د استادانو او محصلانو په ګډون د ٢٠٠٧زيږديز کال د اپريل له ٢٩ نېټې څخه د ٢٠٠٧ زيږديز کال د جولاى تر ٤ نېټې پورې .تدوير کړ

 
لرليد   
د ايجاد دليلونه   
جوړښت  
څېړنې  
نشریات   
روزنه   
       

دغه مرکز مخکې دا شان روزنېز اته اونيز کورس د کابل پوهنتون ٦٠ تنو استادانو او محصلانو لپاره په ٢٠٠٦زيږديز کال کې په ډېر زيات برياليتوب سره تدوير کړى و۔ دغه کورس ٤٠ درسى ورځې درلودى چې په هره اونۍ په ٤ جلسې داېرېدې۔ تدريس د کابل پوهنتون د ډول ډول پوهنځيو د استادانو له خوا هغو ګډونکووکو ته سرته ورسيد چې په هغوى د حقوقو او سياسي علومو، اقتصاد، ټولنيزو علومو، شرعيات، ژورناليزم، روانشناسي او ښوونې او روزنې پوهنځيو استادان او محصلين او همداسې د علومواکادمى محققان معرفى شوي وو۔ ګډونکوونکى دوا ډلې وې
لومړنۍ ډله چې ٣٦ کسان د ډول ډول پوهنځيو استادانو او د کابل پوهنتون څخه بهر د بهر نيو نهادونو کار کوونکو پکې ګډون درلود، د ناظم الامورانو، د پوهنځيو رئيسانو، د سازمانو د رئيسانو له خوا د هغوى د تجربې پر بنسټ په علمى څېړنو او د هغوى د تحصيلي سابقې پر بنا معرفى شوي و۔ د کورس دويمه ډله ٣٩ تنو ممتاز محصلانو څخه جوړه شوې وه، چې د کابل پوهنتون د بشري علومو له شپږو پوهنځيو سره يې تړاو درلود او د اړوندو پوهنځيو له رئيسانو څخه معرفي شوي وو۔

د لومړۍ ګارف په شان، ګډونکوونکي ددغه کورس د نظرى برخې د زده کړى په پاي کې يوه علمى څېړنيزه پروژه هم سرته رساوه. دغې پروژې د .٢٠٠٧زيږديز د سپتمپر پر ٥ نېټې باندې تسليم ورکړ شو او برياليو ګډونکوته تصديق مې وويشل شوې